۱۰۰ ورځې

د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون رييس: د ولايتي شوراګانو د څه د پاسه څلور سوه تنو نوماندانو په سندونوکې ستونزې شته

کابل باختر د کب لسمه :
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون رييس وايي چې د ولايتي شوراګانو د څه دپاسه څلور سوه تنو نوماندانو تحصيلي سندونه ستونزې لري اونوماندان دې بايد هغه بشپړکړي.
ټاکل شوې ده په همدې مقصد د انتخاباتي شکايتونوکميسيون په ډير لنډ ممکن وخت کې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو دتحصيلي سندونودڅيړنې لپاره يوه علني غونډه جوړه کړي .
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون رييس عبدالستار سعادت د باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: د ولايتي شوراګانودڅه د پاسه څلورسوه تنو نوماندانو تحصيلي سندونه ستونزې لري اويا بشپړ نه دي.
موږ وپتيله چې هغوى را وغواړو او دکميسيون دارالانشا ته مو دنده سپارلې ده چې دغوکسانو ته دې په يوه علني غونډه کې د دفاع حق ورکړى شي او دوى دې د دفاعيې فورمې ډکې کړي. که چيري  معيار بشپړ نه کړى شي؛ کميسيون به د دوى په باره کې تصميم ونيسي .
ده زياته کړه: د ولايتي شوراګانو هغه نوماندان چې خپل تحصيلي سندونه يې نه دي بشپړکړي اويا هم ستونزه لري؛ که چيرې په دې غونډه کې ګډون ونه کړي؛ ښايي له ستونزو سره مخامخ شي.
ده وويل: په هيوادکې د جعلي تحصيلي سندونو د برابرولو امکان شته او که چيرې  نوماندانوجعلي تحصيلي سندونه دغه کميسيون ته وړاندې کړي وي؛ نه يواځې داچې نومونه به يې له وروستى فهرست څخه لرې کړى شي؛ بلکې مجازات هم کيږي.
  داپه داسې حال کې ده چې د انتخاباتي شکايتونو کميسيون د ولايتي شوراګانو د څلورڅلويښتوتنو نوماندانونومونه د نوماندى لپاره د قانوني عمر د نه بشپړولو او د دوى په تحصيلي سندونوکې د جعل په علت پخوا له وروستى فهرست څخه ايستلي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته