کابل / دلړم ٥مه / باختر :
يوتن په ننګرهار ولايت کې له نشه يي توکوسره ونيول شو .
دننګرهار پوليسو دغه سړى نن په غني خيلو ولسوالۍ کې دده دموټر دپلټنې په وخت کې ونيوه .
دننګرهاردوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې ددغه سړي له موټر څخه څه دپاسه لس کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
نيول شوى سړى دپوليسو په لومړنيو تحقيقاتو کې دنشه يي توکوپه څو مورده قاچاقو اعتراف کړى دى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې دننګرهار پوليسو ١٧ تنه دجنايي جرمونو په تور ونيو .
دغه کسان دوروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې دجلال اباد ښار او دننګرهار له يوشمېر ولسواليو څخه ونيول شول .
په نيول شويو کسانو دغلا ، شوکمارى ، دنشه يي توکو دقاچاقو اودانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل