ټولنه

جمهور رييس غني: په دولتي ادارو، ښوونځيو او پوهنتونونوکې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتريخوالى ځاى نه لري

کابل  باختر دکب دمياشتې ١٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني نن د مارچ د مياشتې د اتمې د ښځې د نړيوالې ورځې دنمانځنې په غونډه کې چې د اماني ليسې په تالارکې جوړه شوې وه؛ ګډون وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډۀ کې چې ( د ښځې ځواکمن کول، د ټولنې ځواکمن کول دي) ترعنوان لاندې جوړه شوې وه او په هغې کې د افغانستان لومړۍ ميرمنې بي بي ګل غني هم  برخه لرله، دهېواد جمهور رييس د خبرو په ترڅ کې يوځل بيا د خپلې ژورې ډاډګېرنې او همدردۍ مراتب په هېوادکې د وروستيو پيښوله امله مصيبت ځپلو کورنيو ته څرګند کړل او د مصيبت ځپلوکسانو د ژغورنې او هغوى ته دمرستې رسولو په خاطر يې د اړوندو ارګانونو هلې ځلې وستايلې .
جمهور رييس وويل:  په هېوادکې د وروستيو طبيعي پيښو له شتون سره سره  موږ د بهرنيو بيړنيو مرستو جلبولو ته اړ نه شو او دا د هيلې سبب دى چې پيښې موږ په خپله کنترول او مديريت کړو .
جمهور رييس غني د ښځې د نړيوالې ورځې په باب وويل چې د مارچ د اتمې نمانځنه يو نوى بهير دى، خو زموږ په فرهنګ کې د ښځو رول له پيړيو پيړيو راپه دې خوا شتون لري .
جمهور رييس زياته کړه:  لوى خداى  (ج ) د پيدايښت له ورځې څخه، بي بي هوا د آدم  ( ع )  ميرمن وگرځوله او د پايښت بهير يې په دغه دود سره تضمين کړ.
د ښځې او نارينه ارتباط د ټولنې ډير لرغونى، ډير مهم او ډير ارزښتناک ارتباط دى او  لوړ اسلامي فرهنګ بنسټ يې ايښتى دى.
جمهور رييس غني وويل چې د يوې نجلۍ زده کړه پنځه نسلونه بدلوي او بايد هر هلک او نجلۍ په کورني چاپيريال کې بنسټيز مساوات او برابري ولري.
ده ټينګار وکړ چې د ښځې رول دوامدار دى او په هغې پانګونه بايد په هميشنۍ ډول شي او موږ د ښځو په وړاندې په خپلو ټولو ژمنو ولاړ يو او په دې برخه کې برياليتوبونه ساتو او پياوړي کوو .
جمهور رييس وويل چې زموږ ټولنه له نړيوالو ارزښتونوسره په تضادکې نه ده او موږ په ټولنه کې د ښځې په رول کې د بنسټيز او اساسي بدلون شرايط رامنځته کړي دي.
جمهوررييس غني په دې باندې په ټينګار سره چې زموږ عقايد د ښځو له ونډې اخيستنې سره په تضادکې نه دي؛ وويل چې زموږ ژمنه زموږ د اساسي قانون عملي کول دي چې له دې سره د ښځو په وړاندې زموږ ژمنې هم تحقق مومي.
ده څرګنده کړه چې د ښځو لومړنى پوهنتون د دوست هېواد ترکيې په مرسته په ډير لنډممکن وخت کې جوړيږي او دغه راز د عربي متحده اماراتو په مرسته د ښځو لپاره د رهبرۍ او مديريت کورسونه جوړيږي.
جمهور رييس دې ته په اشارې سره چې حکومت د ښځو د اقتصاد پياوړتيا ته  پاملرنه  لري؛ وويل: هغه پروژې چې د نړيوالې ټولنې له خوا تمويليږي؛ بيا څيړل کيږي او په هره پروژه کې به ښځو ته خاصه پاملرنه وشي .
جمهور رييس غني په دې باندې په ټينګارسره چې د افغانستان په دولتي ادارو، ښوونځيو او پوهنتونونوکې د ښځو او نجونوپه وړاندې تاوتريخوالى ځاى نلري، وويل چې د ښځو د حقوقو دفاع يوازې د ښځو د چارو وزارت دنده نه بلکې  دافغانستان د ټولو ادارو دنده ده .
جمهوررييس وويل  چې دښځې، ماشومانو او د معلوليت لرونکوکسانو په تيره بيا د افغانستان د بيوزلو کسانو مسئله زموږ د ټولو مسووليت دى.
ده زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت يې لارښونه کړې ده چې دافغانستان د بيوزلو ښځو د درملنې لپاره دې يو خاص روغتون جوړکړي .
جمهور رييس غني وويل چې د افغانستان د ځکمې اداره د شرعي سندونو د جوړولو په برخه کې اقدام کوي او افغان ښځه دې بايد ډاډ ولري چې خپل شرعي ميراث ترلاسه کوي .
جمهور رييس دخپلو خبرو په پاى کې ټينګار وکړ چې  ښځو ته د افغانستان په ټولو ادارو کې د معيار او وړتيا له مخې ونډه ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته