امنیت

په قندهارکې د يوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
يوولس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
پر دغو طالبانو تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې د دوى په پټنځيوکې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
  ده وويل: وسله والو طالبانو په خپلو پټنځيو کې راټول شوي وو چې پر پوځيانو بريد وکړي؛ خو پر هغوى بريد وشو.
ويل کېږي، په دې جګړه کې  پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته