امنیت

په کونړ کې ديوه ښوونځي کتابتون ته اور واچول شو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
دکونړ ولايت دآسمار ولسوالۍ دلومړني ښوونځي کتابتون ته تيره شپه دوسله والو طالبانو له خوا اور  واچول شو .
دکونړ ولايت دپوهنې رييس سيد جمال الدين حسيني باختر آژانس ته وويل  :
وسله والو طالبانو دآسمار ولسوالۍ ديوه لومړني ښوونځي کتابتون ته اور واچاوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل :  په دې کتابتون کې په  ښوونځي  پورې اړوند يو شمير درسي  کتابونه  له منځه  تللي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته