امنیت

په تخارکې يو تن د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو پرون يو تن د اپينو د قاچاقو په تور ونيوه.
د تخار ولايت وياند سنت الله تيموري دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې موظفينو پرون د نشه يي توکو يو تن قاچاق وړونکى له شلو کيلوګرامو اپينو سره د دغه ولايت کلفګان په ولسوالۍ کې ونيوه.
خبرځاى وويل: نيول شوى سړى د بدخشان ولايت اوسيدونکى دى چې  غوښتل يې د يو کرولا موټر په واسطه دغه توکي له بدخشان ولايت څخه د تخار ولايت ته وليږدوي چې د امنيتي موظفينو له خوا د دغه ولايت د کلفګان ولسوالۍ په امنيتي پوسته کې ونيول شو.
د يادونې وړ ده چې د روان کال په بهير کې څه ناڅه يو ټن نشه يي توکي د تخار د پوليسو له خوا کشف او ضبط شوي دي او په لسګونه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته