امنیت

په هرات ولايت کې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

-کابل باختر دزمري اوولسمه :
دهرات ولايت په ګلران ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه جګړه  هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو غوښتل دملي اردو په اکمالاتي قطار بريد وکړي .
دغه پيښه چې پرون ناوخته په خواجه بزرګ  ساحه کې رامنځته شوه او درې ساعته يې دوام وکړ شپږ تنه ياغيان ټپيان او څلور تنه نور ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې دوسله والوطالبانو  دډلې ديوه قوماندان ملا عصمت مړى هم ليدل کيږي .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد ددغه خبر په تاييدولو سره وايي يوه اندازه جنګي وسايل  چې يو ارپي جي توغندى ويشتونکى او يوکلاشينکوف پکې شامل دي له يوسراچه موټر  ، دوو موټر سايکلونو او دداشکې له يوشريد سره دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته