سیاست

جمهور رئیس غني د پکتیا له مشرانو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

کابل_باختر د لړم د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې په پکتیا کې د دغه ولایت له مشرانو او د ولایتي شورا له استازو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د پکتیا د ولایتي شورا رئیس له جمهور رئیس څخه له دې امله چې له دوی سره یې غمشریکي وکړه مننه وکړه او وې ویل: د افغانستان دښمنان موږ نشي وېرولی او موږ به تل د حکومت ملاتړي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ یوو.
همدارنګه نوموړي لومړۍ درجې ته د پکتیا ولایت د ارتقا، په دوه ولسوالیو د زرمت ولسوالۍ د وېش، د زرمت او ځینو نورو سړکونو د جوړولو، د مامورینو ښارګوټي، د ښاري ماسټرپلان د تطبیق، د صنعتي پارکونو ، د زون روغتون د جوړولو، د ښوونځیو د ودانیو، د زون په کچه د کرکټ لوبغالي،  د مچلغو او ځینو نورو بندونو د جوړولو، د  انتقالي برېښنا د کار د چټکتیا او د ګردېز ښار د سړکونو د پخولو وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
همدارنګه حاجي جنت خان منګل د خپلو خبرو پرمهال وویل: د پکتیا ولسونو تل د هېواد د  دفاع او ساتنې په لاره کې سرښندنې کړي، خو د حق، امتیاز، بیارغاونې او انکشافي پروژو پرمهال هېر شوي دي. هغه وړاندیز وکړ چې د پکتیا د ملکي او نظامي کدرونوله وړتیا  څخه دې د هېواد د خدمت په لاره کې استفاده وشي.
نوموړي د پکتیا د محلي پولیسو د تشکیل د زیاتوالي، د ځنګلونو د احیا او ساتنې، د تحصیلي بورسونو، د تفریحي پارکونو، حرفوي انسټیټیوټ جوړولو، د ګردې څېړۍ ولسوالۍ  د رسمي کولو، ښځو ته د ځانګړي روغتون جوړولو، پر امنیې قوماندانۍ د شوي تروریستي برید د هراړخیزې څېړنې او د ویجاړو شویو کورونو او ملکیتونو له خاوندانو سره د مرستې په اړه د خلکو غوښتنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
ورپسې جمهور رئیس غني د غونډو تالارکې د پکتیا د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په غونډه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
په پیل کې د پکتیا والي شمیم کټوازي جمهور رئیس او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي ته د هرکلي پرمهال د هغوی د غمشریکۍ مننه وکړه. همدارنګه یې له دې امله د جمهور رئیس قدرداني وکړه، چې د پکتیا پر امنیې قوماندانۍ له تروریستي برید یوه ورځ وروسته یې په ارګ کې ځانګړې غونډه را وغوښته.
ښاغلي کټوازي د ولسونو همکارۍ ته په اشارې وویل، د پکتیا پر امنیې قومندانۍ له تروریستي برید وروسته چې روغتون ته لاړم، نو لسګونه ځوانان ټپیانو ته د وینې ورکولو په موخه حاضر وو.
نوموړي وویل، د شهیدانو له تدفین وروسته مازدیګر مهال ګڼ ځوانان د ولایت مقام ته راغلل او ویل یې: چمتو یوو چې د ټپیانو او شهیدانو شویو امنیتي او دفاعي ځواکونو پرځای د ګردېز ښار د امنیت تامین کې همکاري وکړو.
د پکتیا والي وویل، د پکتیا ولسونو تل قربانۍ ورکړي، خو حکومتونو دوی هېر کړي، خو دوی د نظام، هېواد او ملي ګټو په خاطر زیات شکایت نه دی کړی او نه یې هم خپل غږ لوړ کړی، خو اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې حق ورکول کېږي نه، بلکې اخیستل کېږي او په دې برخه کې به د دوی د خادم په توګه له هر وزارت او ادارې څخه د دوی د حقونو په اخیستلو کې ورسره همکار اوسم.
شفیق الله سحر یادې غونډې ته د ځوانانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهور رئیس څخه غوښتنه وکړه، چې د پکتیا مشرانو له لوري د یاد ولایت په اړه ورسپارل شویو غوښتنو او وړاندیزونو ته پام وکړي. هغه زیاته کړه، د غصب شویو ځمکو د اساسي تفکیک لپاره دې یو پلاوی واستول شي.
د ښځو استازې نسرین اوریاخېل د خپلو خبرو پرمهال وویل: د پکتیا په ادارو کې تحول راغلی، خو د ښځو د ستونزو حل ته لا هم پام نه دی شوی، هغې د ښځو د ټرانسپورټي ستونزو د حل ترڅنګ په لوړو پوستونو د ښځو د مقررولو وړاندیز هم وکړ.
آغلې اوریاخېل وړاندیز وکړ چې د نجونو د ښوونځیو د ودانیو جوړولو، د ښځينه نرسانو او ډاکټرانو استخدام او د ګردېز ښار د امنیت تامین ته دې زیات پام وشي. هغې زیاته کړه، ښځو ته دې کاري زمینه برابره شي او د دوی د لاسي صنایعو د پلور په موخه دې په ګردېز ښار کې د ښځو د مارکېټ جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې شي.
د یادو ویناوالو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته جمهور رئیس لومړی یو ځل بیا ټولو پکتیاوالو ته د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانیانو له امله تسلیت ووایه. هغه زیاته کړه، که تروریستان فکر کوي چې د دغو ناوړه بریدونو په ترسره کولو سره به دا مېړنی ولس دوی ته په ننواتې ورشي، نو دا فکر دې له ذهنه وباسي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ غمجن یوو، ځکه چې یو خو مو خپل عزیزان او هېوادوال له لاسه ورکړل او بله دا چې موږ د سولې لاس ور اوږد کړ، خو دوی ناوړه تروریستي بریدونه ترسره کړل. هغه زیاته کړه، که د سولې د ارادې او د تطبیق خبره وي، نو موږ د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له حزب اسلامي سره پایلې ته ورسېدو او د ستونزو د حل ښه او ګټوره لاره بین الافغاني مذاکرات دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ماحول بدل شوی او هوایي ځواک هم ورځ په ورځ پیاوړی کېږي، د افغانستان دښمنان او پلویان یې په دې پوهېږي چې په جنګ یې نشي ګټلی او نه هم زموږ ارادې ماتېدونکې دي.
جمهور رئیس وویل: موږ په عقل ستونزې حل کوو او هدفمند حرکت کوو، که هغوی فکر کوي چې په اغزن سیم به ولسونه بېل کړي، بیا دې له سره فکر وکړي. موږ توپونو او طیارو بېل نه کړو. مینه، وینه او تاریخ څوک په سیم نشي بېلولی، څو قیچیانې یې کافي دي.
جمهور رئیس غني وویل: زموږ لاس بیا هم د سولې لاس دی، ځکه سوله د ولس او زموږ اساسي غوښتنه ده، خو پایداره او باعزته سوله او د غم په ورځ د سولې پیغام ډېر لوی پیغام دی. هغه یو ځل بیا د ټولو شهیدانو له کورنیو مننه وکړه او وې ویل، دوی چې په کوم عزت، برم او صبر چلند کړی د درناوي سر ورته ښکته کوم. هغه زیاته کړه، دا زما افغاني، انساني او سیاسي دنده ده چې ستاسو غم کم او پالنه مو وکړم.
محمد اشرف غني همدارنګه له امنیتي او دفاعي مسوولینو او منسوبینو څخه مننه وکړه او وې ویل: دوی ورځ تربلې مسلکي کېږي او د وطن پالنې او ملي دریځ یې لا غښتلی کېږي. هغه همدارنګه د پکتیا قول اردو قوماندان او د پکتیا والي د ښې رهبرۍ او هلو ځلو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني د پکتیا ولسونه او مشران له دې امله وستایل چې درې کاله یې د دې لپاره صبر وکړ چې زه اول د افغانستان نورو ولایتونو ته ورسېږم. هغه وویل، ستاسو د غوښتنې په اساس پکتیا اوله درجه ولایت شو، د زرمت سرک په ګډون شپږ نور هغه سرکونه چې تاسو یې غوښتنه کړې جوړېږي او زرمت ولسوالۍ به هم په دوه ولسوالیو ووېشل شي. د صنعتي پارک د جوړولو لارښوونه مې کړې د راتلونکي کال په بودجه کې نیول کېږي چې یوه برخه به یې ښځو ته ځانګړې شي او د مسلکي زده کړو انسټیټیوټ هم په کې جوړېږي.
د هېواد جمهور رئیس وویل: نږدې راتلونکي کې برېښنا پکتیا ته رسېږي چې د راتلونکي کال تر پایه به لس زره کورنۍ ورڅخه برخمنې شي، د روغتون لپاره دوه نیم میلیون ډالر ورکړل شوي او همدارنګه مې د ساحوي روغتون د جوړولو حکم هم لاسلیک کړی. د ۳۶ ښوونځیو د جوړولو لارښوونه مې هم کړې او راتلونکی کال به د مچلغو په ګډون د دوه نورو بندونو د جوړولو کار پیل شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د پکتیا امنیه قوماندانۍ د ودانۍ جوړولو لپاره بودجه موجوده ده، د والي، نظامي مسوولینو او مشرانو په ګډه سلا ورته مناسب ځای انتخاب کړئ او ډير ژر یې باید د جوړولو چارې پیل او په اساسي توګه جوړه شي. هغه زیاته کړه، ځنګلونه د لویې پکتیا لویه پانګه ده چې بیا احیا او ساتنې ته به یې اساسي پاملرنه وشي.
جمهور رئیس غني له ګردېز ښاروال څخه د ځمکو د غصب د مخنیوي له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، د ګردېز ښار ښاري پلان جوړېږي، د قول اردو ټول دوکانونه ګردېز ښاروالۍ ته انتقالېږي. د دفاع وزارت له ځمکو باید د ولسونو او راتلونکو نسلونو د ښېرازۍ لپاره ګټه واخیستل شي او د قول اردو دېوال جوړول باید بشپړ شي.
جمهور رئیس د ملي دفاع وزارت مسوولینو ته فوق العاده لارښوونه وکړه، چې په ګردېز ښار کې د ملي دفاع وزارت د ځمکو یوه برخه د ښځود لاسي صنایعو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د مارکېټ جوړولو ته ځانګړې کړي.
محمد اشرف غني وویل: سوله باید په ولسي بهیر بدله شي او ټول په کې سهم ولري او د لومړي ځل لپاره د سولې زیات امکانات برابر شوي. هغه زیاته کړه، زموږ تاریخ راښیي چې موږ تل په ستونزو بریالي شوي یوو او بیا به هم بریالي کېږو. هغه هیله څرګنده کړه، چې سلګونه کاله بیا له دغه وړ ستونزو سره مخ نشو.
په پای کې د ۲۰۳تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شعورګل د یادې قول اردو د سرتېرو، افسرانو، بریدملانو او جنرالانو په استازیتوب جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې په ټول صداقت د هېواد دفاع او ساتنې خدمت ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې به خپل ځانونه درېغ نه کړي.
وروسته جمهور رئیس غني د ۲۰۳ تندر قول اردو سل بستریز روغتون ته لاړ او هلته د بستري او په ځانګړي ډول د وروستۍ تروریستي پېښې د ټپیانو د حالت پوښتنه یې وکړه. له هغوی سره پر نغدي مرستو سربېره یې معالجو ډاکټرانو ته دټپیانو د ښې روغتیا لارښوونه وکړه. #
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته