امنیت

په نهرين کې د طالبانو بريد شنډ کړاى شو

کابل د ورې ٩مه باختر امنيتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د نهرين ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو د بريد طرحه شنډه کړه. د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي باختراژانس ته وويل: وسله والو طالبانوغوښتل چې د شمال ، جنوب او جنوب لويديځ لورو څخه د نهرين ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړي، خو افغان ځواکونو يې بريد شنډ کړ. ده د دغې ولسوالۍ امنيتي حالت د انديښنې وړ وباله او د دغه ولايت د امنيت په تامينولو کې يې د امنيتي مسوولانو پاملرنه وغوښته. خو د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرسمونيار نقيب الله يوسفي نهرين ولسوالۍ ته د کومکي ځواکونو د استولو خبر ورکړ او په نهرين ولسوالۍ کې يې د مېشتو امنيتي ځواکونو سره د مرستې ډاډ ورکړ. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته