خبرونهنړۍ

د برتانیې د نوي صدراعظم د معرفي کولو وخت مشخص شو

 کابل، د چنګاښ٢١مه، باختر

د بریتانیا محافظه کاره ګوند د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پنځمه د دغه هېواد د مستعفی لومړي وزیر بوریس جانسن د ځای ناستي د معرفي کولو نېټه ونوموله.

باختر آژانس د مهر خبري آژانس په حواله ليکلي چې د بريتانيا محافظه کار ګوند د دغه هېواد د مستعفی صدراعظم بوريس جانسن د ځاى ناستي د معرفي کولو وخت اعلام کړ.

د دغه رپوټ له مخې د بريتانيا محافظه کار ګوند د راتلونکې مياشتې پينځمه نېټه د بوريس جانسن د ځای ناستي د اعلانولو د وخت په توګه اعلام کړه.

د محافظه کاره ګوند غړي ګراهام برادي وویل، چې د جانسن د ځای ناستي لپاره به نوم لیکنه سبا پیل شي.

په همدې حال کې د بريټانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز تریوس مخکې د محافظه کاره ګوند د مشرتابه او د صدراعظمۍ څوکۍ ته خپله کاندیدي اعلام کړې وه.

له لیسټراس مخکې د جانسن په حکومت کې د روغتیا وزیر ساجد جاوید او د مالیې اوسنی وزیر ناظم زاهوي د بریټانیې د محافظه کار ګوند د مشر او د جانسن د ځای ناستي په توګه خپل چمتووالی اعلام کړ، تر اوسه پورې د بريټانيا د محافظه کار ګوند د مشرۍ لپاره د کانديدانو شمېر اتو تنو ته رسېدلی دی.

تراس وبن والاس، د دفاع وزیر، د صدراعظمي  لپاره خورا احتمالي کاندیدان وو، خو والاس روز  د شنبې په ورځ په ډاګه کړه چې هغه پرېکړه کړې په دې سیالۍ کې ګډون نه کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته