ټولنه

څه دپاسه څلور سوه کورنيو دملي پيوستون دپروګرام له پروژو څخه ګټه واخسته.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
په لغمان ولايت کې څه دپاسه څلور سره کورنيو پرون دملي پيوستون د ټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګټه واخسته.
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي پيوستون د ٣٠ ټولګټو پروژو کار د ٤١ مليونو ٥٥٠ زرو افغانيو په لګښت دلغمان ولايت داليشنګ ،الينګار او دقرغيو په ولسواليو کې بشپړ شو چې دمحافظوي ديوال، استنادى ديوال ، داوبو لګولو دکانال او دپلګيو جوړول،دکوڅو او پليو لارو پخول ،دسړک جوړول او کريړ اچول او دڅښاک د اوبو دشپږو څاګانو کيندل پکې شامل دي چې له اسانتياوو څخه يې ٤٨٨٠ کورنۍ ګټه اخلي.
په لغمان ولايت کې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام ٨١٦ کلي دپرمختيايي پروګرام تر پوښښ لاندې نيولي دي چې تراوسه پورې په بيلابيلو برخو کې د ٢٢٠٥ ټولګټو پروژو کار په دغه ولايت کې بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته