ټولنه

په ترينکوټ کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

ترینکوټ باختر د تلې د میاشتې ۲۶ مه
په روزګان ولایت کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب د جمهور رېیس هغه پيغام واوراوه چې د سرې میاشتې بېلابېلې بشر دوستانه کړنې په کې ستايل شوې وې او له ملې سوداګرو، شخصي سکتورونو او شتمنو خلکو څخه له دغې ټولنې سره د مرستې هيله شوې وه.
د روزګان د سرې میاشتې ولایتي مسوول سید محی الدین صدیقي وويل چې سرې میاشتې په روان کال کې د ۱۳۰۰ رضاکارانو په مټ سره ددغه ولایت په بیلا بیلو سیمو کې د نا امنیو له امله له ۲۰۰۰ بېځایه شویو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي او لګښتي مالونو مرسته کړې ده.
صديقي وايي: دغه راز د روغتيا په برخه کې يې د شل زره تنو درملنه کړې او له شپږو مياشتو راهیسې يې ۷۰ تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه هم برابره کړې چې اوس هم دوام لري.
ده وویل: یو شمېر هغه ناروغ ماشومان چې په هېواد کې يې درملنه ناشونې ده، له هېواد څخه بهر ته استولي دي.
ده له خلکو هيله وکړه چې له سرې میاشتې سره همکاري وکړي، څو سره میاشت وکولای شي چې په خپل وخت د بې وزلو لاس نيوی وکړي.
په ورته وخت کې يو شمېر ويناوالو بيا د سرې میاشتې مسوولينو ته د هراز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې سرې میاشتې په روزګان کې د وروستيو نا امنیو پر مهال ګڼ شمېر کورنیو ته د بېلا بېلو خوراکي، روغتیايي او نورو توکو د مرستو ترڅنګ د جګړو په ډګرونو کې د ښکیلو لورو لسګونه مړي اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته