قلات باختر د وږي ۵ مه
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال ملا محمد علي له دوو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
د زابل ولايت د امنیې قوماندان محمد مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،هوايي ځواکونو پرون د شاجوی ولسوالۍ په شوبار سیمه کې برید کړی.
هغه زیاتوي چې په ترسره شوي برید کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال او د زندان د مسوول په ګډون دوه تنه نور طالبان هم وژل شوي دي.پای/وصال