نړۍ

دپاکستان امنيتي سلاکار : پاکستان به خپلې تيرې تيروتنې په افغانستان کې تکرار نه کړي .

اسلام اباد باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
  دپاکستان دصدراعظم امنيتي  سلاکار سرتاج عزيز  دهغه څه چې  دافغانستان په کورنيو  چارواکې يې  دهند لاسوهنه وبلله ، انديښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې يې  دنيابتي جګړې په نسبت  خبر دارۍ ورکړ .
  داينسربيا دخبر له مخې، دپاکستان دملي امنيت  او دبهرنيو اړيکو په چاروکې دنوازشريف  سلاکار  سرتاج عزيز ددغه هيواد د ملي دفاع په پوهنتون کې ديوې وينا په ترڅ کې  وويل چې هيڅ بهرنۍ  قدرت دې بايد په افغانستان کې تيرې تيروتنې  تکرار نه کړي . 
ده وروسته  په افغانستان کې دنوي  ډيلي په نفوذ  په سخت انتقاد سره وويل چې دهند بهرني سياستونه دپاکستان دملي ګټو  پرضد دي اوکيداى شي له افغانستان  څخه دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره په دغه هيواد کې دنيابتي جګړې سبب شي .
دپاکستان دصدراعظم سلاکار  په خپلو خبرو کې دافغانستان حکومت ته  ډاډ ورکړ چې داسلام اباد له اقتصادي  اوسياسي مرستو څخه به ګټه واخلي .
  سرتاج عزيز ټينګار وکړ  چې په سيمه کې  دسولې ټينګښت به له کابل ، نوى ډيلي او تهران سره ، داسلام اباد  په اړيکو کې دکيفي  اصلاحاتو له ترسره کولو پرته رامنځته نه شي .
  ده دنوى ډيلي  له خوا دکشمير له مشرانو سره دپاکستان  مقاماتو دکتنې په پلمه  دنوى ډيلي  له خوا ديوبل هيوادونوته دپاکستان  او هند دبهرنيو چارو دوزيرانو دسفرونو لغو کول ، ددوه اړخيزو  اړيکو په ښه والي کې دهند له خوا دستونزو دپيداکولو نښه نښانه  وبلله . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته