امنیت

پوځيانو په بلخ کې څلور پوستې له طالبانو ونيولې

-کابل / د غويي ٣ مه / باختر
پوځيانو په بلخ کې د پوځي عملياتو په بهيرکې بريالي شول چې خپلې څلورې پوستې له طالبانو بېرته ونيسي.
دغه عمليات درې ورځې مخکې د سلګونو ځواکونو په ګډون او د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د شولګرې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شوي او لا هم دوام لري.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې پوځيان بريالي شوي دي چې خپلې څلور پوستې له وسله والو طالبانو بېرته ونيسي او ١١ کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هغه وويل چې دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه د شولګرې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته