فرهنګ

په ملي نګارستان کې دانځور ګرۍ دآثارو نندارتون پرانيستل شو .

کابل باختر د غبرګولي  پنځمه :
دپيغلې پريسا خاموش  دانځور ګرۍ دآثارو نندارتون نن دملي نګارستان دمسوول له خوا پرانيستل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه دملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني  څرګنده کړه چې په دې نندارتون کې دپريسا خاموش  دانځور ګرۍ  اووه ديرش آثار نندارې ته وړاندې شوي د ي .
دې وويل: دوياړ ځاى دى چې موږ دهېواد ديوې ځوانې او استعداد لرونکې نجلۍ دانځورګرۍ  دهنري کارونو دنندارتون دپرانيستلو شاهدان يو
دغه راز دې له نورو هنرمندو ميرمنو څخه وغوښتل  چې خپل آثار  دنندارتونونو په جوړولو سره نندارې ته وړاندې کړي  او په دې برخه کې يې له هنرمندانو سره دملي نګارستان همکارۍ  څرګنده کړه.
پريسا خاموش په خبرو کې وويل: دانځورګرۍ  هغه آثار چې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي  دهېواد دښکلي طبيعت  او منظرو او دسولې او ملي پيوستون څرګندوى دي او په روغني رنګ او پنسل سره برابر شوي دي .
دې زياته کړه :که چيرې زيات امکانات په واک کې يې ورکړى شي او دبېلابېلو فرهنګي بنسټونو له خوا يې ملاتړ وشي نور ښه هنري کارونه به هم ترسره کړي او دانځور ګرۍ هنر له لارې به خپلو خلکو ته دخدمت جوګه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته