-کابل / دزمري ٣٠مه /باختر:
٦ وسله وال طالبان په زابل کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و د شهر صفا ولسوالۍ بازار ته څېرمه بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د لومړى لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په جګړه کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل وسله وال طالبان د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې په څو امنيتي پوستو يرغل ته چمتو کېدل چې پرې بريد وشو .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ