امنیت

د خوست د ولایتي شورا رئیس: په ځینو ولسوالیو کې ټاکنیزې حوزې له امنیتي ګواښ سره مخ دي

متون باختر د تلې ۲۴ مه
د خوست ولایت د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان وایي چې په دې ولایت کې ځینې ټاکنیزې حوزې له تهدید سره مخامخ دي.
کفیل ریحان د باختر اژانس له سیمه ېیز خبریال سره په خبرو کې  ویلي چې د خوست ولایت د سپېرې،قلندري،باک ،موسې خېل او  د  صبریو  په ولسواليو کې ځينې امنیتي حوزې له ګواښ سره مخامخ دي.
د خوست دوو تنو اوسيدونکو ګل عباس او صابر هم د ولایتي شورا  رئیس ته ورته څرګندونې کوي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې دامنیت په ټنګښت کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي، څو خلک وکولی شي په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي.
په همدې حال کې د خوست امنیتي مسوولین هم امنیتي ګواښونه مني او زیاتوي چې ۲۷ سایټونه له لوړ ګواښ او په ۶ سایټونو کې تذکرې نه دي سټکر شوې.
خو بیا هم د امنیې قوماندان مل پاسوال اختر محمد نورزی ډاډ ورکوي چې د ټاکنو د امنیت دخوندیتوب لپاره یې  امنیتي ځواکونه  په دندو ګومارلي او دښمن ته اجازه نه ور کوي چې دغه ملي پروسه له خنډ سره مخامخ کړي.
په خوست ولایت کې دا مهال د ولسي جرګې لپاره د دوو ښځو په  ګډون ۵۸ نوماندان نوماند دي له ټولو څخه به د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د ولسي جرګې څوکیو ته لار پيدا کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته