امنیت

په پروان کې دښوونځي ديوه آمر ترور .

کابل باختر دوږي لومړي :
ناپيژاندو وسله والو کسانو په پروان ولايت کې  ديوه ښوونځي آمر ترور کړ .
په بګرام ولسوالۍ کې  دشير اقا شريف  دښوونځي آمر  داد خدا جهش  نن له غرمې مخکې کله يې چې غوښتل کوچني زده کوونکي له سړک څخه تير کړي دوسله والو موټرسايکلو سپرو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو .
دپروان ولايت امنيه قوماندان  محمد زمان مموزي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې يرغلګر دښوونځي  په دغه آمر  له ډزو وروسته له ساحې څخه تښتيدلي دي او دهغوى دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې دوام لري .
  په همدې حال کې  دپروان ولايت  دپوهنې رييس  زلمي شهيدوويل  چې په دې پيښه کې يو زده کوونکې هم  ټپى شوى دى .
  په دې پيښه کې  دسيمې په لسګونه تنه اوسيدونکي  ددغه آمر دترور په غبرګون کې  واټونوته ووتل او له دولت څخه وغوښتل چې ددغې پيښې عامل وپيژني  او ويې نيسي .
دوى دسيمې  دامنيتي پوستو  په مامورينو ديرغلګرو په نيولو کې دبې پروايي تور ولګاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته