فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينه : رسنۍ دې په خپلو خپرونو کې دهېوادوالو ټولنيز مصوونيت اوسلامتيا په پام کې ونيسي

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٧ :
د تنباکو د کنترول دقانون د تطبيق دبورد او دکيبلي  شبکو ا وعقاب داتحاديې ګډه غونډه پرون داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوه .
دباخترآژانس دخبرله مخې :  داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو  دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي دهېوادوالو دټولنيزمصوونيت  او دسلامتيا دساتنې په اهميت باندې په ټينګار او درسنيو  قانوني اوملي مکلفيت ته په اشارې  سره وويل ؛   دهېوادوالو ټولنيزمصوونيت  او دسلامتيا ساتنې ته پاملرنه  دخصوصي رسنيو  دجوړولو اوفعاليت دڅرنګوالي په مقرره کې  ديو مکلفيت په توګه ځاى کړى شوې ده  او ټاکل شوې ده  چې د ټوليزو رسنيو دقانون په تعديل کې هم ديو مهم اصل په توګه په پام کې ونيول شي.
ميرمن مصطفوي دتنباکو زيانونو ته  په پاملرنې سره چې دهېوادوالو  سلامتيا سخت په خطر کې اچوي او دځينو وژونکو نارغيو دخپريدو سبب کيږي   اود دخانياتو  او دتنباکو دکنترول دقانون نافذيدو  او دې ته په اشارې سره  چې افغانستان دتنباکو دکنترول دنړيوال کنوانسيون غړى دى ، له رسنيو په تيره بيا  له تصويري رسنيو او ټلويزيونونو څخه وغوښتل چې ددغه قانون دحکمونو مفاد په پام کې ونيسي  او دتنباکو دپروسس شويو  محصولاتو اومادو دکارولو  دزيانونو په نسبت  هېوادوالو ته خبر ورکړي او  دهر راز نشراتي توکو له کارولو څخه  چې ددغو محصولاتو استفاده تبليغ او خپره کړي ،  ډډه وکړي.
ډاکترسروري دتنباکودکنترول دقانون  دتطبيق دبورد  په استازيتوب داطلاعاتو  اوفرهنګ له وزارت څخه درسنيو دچارو دمتصدي په توګه وغوښتل چې  دتنباکو دکنترول دقانون دتطبيق او دتنباکو دزيانونو دمخنيوي او  تبليغ په موخه  له دغه بورد سره  خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او رسنۍ دې    دتنباکو دمحصولاتو په زيانونو  دپوهاوي  دپيغامونو په خپرولو کې په وړيا ډول او يا دمناسب حق النشر په بدل کې همکاري وکړي.
په دې غونډه کې دکيبلي شبکو داتحاديې رئيس او دعقاب شبکې رئيس ژمنه وکړه چې دخپرونو په هغو کې چې په واک کې يې دي  دتنباکو دمحصولاتو دزيانونو په باب پوهاوي ورکوونکي پيغامونه ، اسپاتونه ا وکليپونه خپروي  او دغه راز ژمنه يې وکړه چې دفلمونو او سريالونو هغه برخې چې دتنباکو له محصولاتو څخه داستفادې هڅوونکي وي  سانسور اويا  په يوه وخت کې دغه پيغام  چې ددغو محصولاتو کارول خطر لري او ښايي دمړينې سبب شي خپروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته