سیاست

انجينير محمد خان: په ټولنه کې دې ځوانانو ته د شپږمې ګوتې په توګه نه کتل کېږي.

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
د هېواد د يو شمېر ولايتونو د ځوانانو چارو مسئولينو د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
د اجرايه رياست مطبوعاتي دفترش باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې دغه کتنه چې د هېواد په مختلفو سيمو او اداراتو کې د ځوانانو د ستونزو او د حل لارو او چارو په موخه ترسره شوه؛ د هلمند، سمنګان، لوګر او غزني ولاياتو مسئولينو د ځوانانو په استازيتوب د دوی ستونزې، د اجرائيه رياست لومړي مرستيال ته وړاندې کړې.
د ځوانانو چارو مسئولينو په يو غږ وويل: د پنځلسو کلونو راهيسې د چارواکو له خوا، ځوانان په مختلفو دعوو غولول کېږي او څرنګه چې مناسبه ده، دوی ته په اداراتو او اختياراتو کې ونډه نه ورکول کېږي.
همدا ډول ځوانانو د تحصيلي بورسونو په غیر عادلانه ويش د نيوکې ترڅنګ ځوانانو ته د يوې مستقلې او معلومې بوديجې نه شتون هم يوه مهمه ستونزه وبلله چې له امله يې دوی نه شي پرته له مالي امکاناتو دوی په آزادانه ډول خپلو مسئوليتونو ته رسيدګي وکړي.
ځوانانو د خپلو خبرو په جريان کې د ملي وحدت له حکومت سره د خپل  ملاتړ د دوام اعلان وکړ او زياته يې کړه چې د ملي وحدت حکومت وروستيو لاسته راوړنو د دوی ارادو او اميدونو ته نوی روح ورکړای چې اغيز يې محسوس دی. 
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان، ځوانان د يو ملت د ملا تیر وبلل او زياته يې کړه چې په ټولنه کې دې ځوانانو ته د شپږمې ګوتې په توګه نه کتل کېږي.
ده زياته کړه، هغه ملت چې ځوانانو ته يې مناسبه پاملرنه نه ده کړې، انجام يې له سيالانو د وروسته والي په توګه ښکاره شوی.
انجينير محمد خان د ځوانانو د ستونزو هوارولو په موخه دوی ته د مشخصو صلاحيتونو د ورکولو او د بورسونو د عادلانه ويش د مراعتولو تر څنګ د ځوانانو لپاره د مستقلې بوديجې بیلولو په حق کې د خپل کلک ملاتړ ژمنه وکړه او ويې ويل چې د وزيرانو په شوری کې به ترې خپل ملاتړ اعلانوي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د غونډې په  پاى کې د هېواد ټولو ځوانانو څخه مننه وکړه چې د ملي وحدت حکومت څخه يې خپل حمايت اعلان کړی، او ځوانان يې وهڅول چې د هېواد د سوکالۍ په خاطر خپل رغنده رول د لوړو زده کړو په ترسره کولو سره ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته