سیاست

د مشرانو جرګې رييس د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت، د سولې د ټینګښت لپاره د روانو هڅو او په خپل وخت سره د ولسمشریزو ټاکنو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.
د ناټو ملکي استازي د مشرانو جرګې د کړنو څخه د مننې تر څنګ وویل، د تلپاتې سولې ټینګښت چې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې او ملي بنسټونه په کې خوندي پاتې شي، د ناټو سازمان د ملاتړ وړ ده او همدا راز ناټو د افغانستان د امنیتی او دفاعي ځواکونو سمبالولو ته ژمنه ده.
هغه د سولې بهیر کې د ډاکټر زلمي خلیلزاد او افغان حکومت له هڅو قدرداني وکړه او د یادو هڅو ګټورو پایلو ته یې هیله مندي وښوده او د راتلونکو ټاکنو د جوړېدو په موخه یې ټاکنیزو کمېسیونونو سره د ناټو له مرستو څخه ډاډ ورکړ.
د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلم یار په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان خلک د خپلو متحدینو او په ځانګړې توګه د ناټو سازمان له مرستو څخه قدرداني کوي او هیله ده چې يادې مرستې په بېلا بېلو برخو کې پراختیا ومومي.
مسلم یار زیاته کړه، د سولې په لاره کې هر ډول حرکت د مشرانو جرګې د هرکلي وړ دی، خو دغه مجلس د افغانانو او حکومت په مشرۍ د سولې بهیر څخه چې پکې ملي ارزښتونه او د هېوادوالو حقونه خوندي پاتې شي، پرېکنده ملاتړ کوي.
د مشرانو جرګې رئیس د طالبانو سره د زلمي خلیلزاد څو پړاو خبرو ته په اشارې سره وویل، د یادو ناستو له امله شکونه او تشویشونه رامنځته شوي، ځکه د افغانستان خلک نه پوهیږي چې خبرو اترو کې څه تېرېږي او په کومو مواردو ژمنې ترسره شوي دي؟ او دا د افغانانو حق دی چې په هغه څه پوه شي چې د برخلیک په اړه یې ترسره کېږي.
فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، زموږ دښمن ګډ دی او ټول باید د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار او فکر وکړو، هیله ده چې نړیوال ملګري مو په ټول جدیت سره کار وکړي، تر څو د افغان حکومت او طالبانوتر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي، له دې پرته خپل سري اقدامات به مطلوبې پایلې له ځانه سره ونلري.
ښاغلي نیکولاس کي په دې اړه وویل، د ډاکټر زلمي خلیلزاد له خوا ډاډ ورکړل شوی دی، هرکله چې خبرې اترې پاى ته ورسېدې، وروستۍ هوکړې ته د رسېدو د مخه به ټول جزئیات د افغاستان دولت او ناټو سازمان سره شریک کړاى شي.
هغه وويل: بلې مهمه ده چې پوه شو د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو په څو پړاونو خبرو اترو کې څه ډول ژمنې  یوبل ته ورکړل شوې دي.
د مشرانو جرګې رئيس د رڼو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو جوړېدل د خلکو مهمه غوښتنه وګڼله او ویې ویل، باید ټاکنې په خپل وخت سره د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا په لاره واچول شي او د افغانستان حکومت دې له همکارانو سره یو ځای د ټاکنیزو کمېسیونونو د اړتیا وړ بودجه د دوی په واک کې ورکړي.پاىجهان يار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته