امنیت

ملي امنیت سلاکار: روانه جګړه پردۍ ده او باید ختمه یې کړو

کابل/ باختر/ د وږي٢٩مه :    د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب  وايي، چې  په افغانستان کې         روانه جګړه د افغانانو نه ده او د ختمولو لپاره یې باید له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي.       د نوموړي په وینا په دې جګړه کې یو شمېر هیوادونه او  استخباراتي  ادارې خپل اهداف او ګټې ګوري او تر شا یې ولاړ دي.                                                  نوموړي دا خبرې په کابل کې د افغان امن نړیوال کنفرانس ګډونوالو ته په  وینا کې وکړې.   دې کنفرانس کې د ګڼو افغان سیاستوالو او فرهنګیانو  ترڅنګ  د  ډیورنډ فرضي کرښې د اخوا سیاستوال، مدني فعالان او فرهنګیان هم برخه لري.                      د ملي امنیت سلاکار وايي، چې د اوسنۍ جګړې تر ټولو ډېر زیان د دې کرښې دواړو خواو ته پرتو ولسونو ته اوړي او همدا ولسونه کولای شي لاس یو او امن ډاډمن کړي. ده ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې جنګېدونکي کسان، چې دلته هره  ورځ  بې ګناه خلک وژني لکه پرون یې، چې په زابل کې وحشت وکړ، په نورو ځایونو کې مراکز، روزنځایونه او آن لا د قوماندې مراکز لري، چې د جګړې موخه  یې همغه ځای ته خدمت او غلامي ده.                                                                              ښاغلي محب وویل، چې له دې ټولو سره سره حکومت د پخلاینې دروازه  پرانیستې پریښې او تل دې ته تیار دی، چې د یوې با عزته سولې او ثبات لپاره خبرې اترې وکړي.                                                                                                            هغه وویل، هر کنفرانس، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره رښتینې مرسته  کوي        او د جګړې د پای لامل کېږي، افغان حکومت به یې ملاتړ وکړي.                          ډاکټر حمدالله محب د دغه ډول کنفرانسونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ، چې په ورته کنفرانسونو کې دې د امن او سولې تر څنګ، د ترهګرو د تمویل، تجهیز او د هغوی د روزنځایونو په اړه هم بحث او غور وشي او په ملاتړ  کوونکو  لورو دې فشار ډېر شي.                                                                                 دملي امنیت سلاکار وویل، چې د افغانستان جګړه فکري نه ده، بلکې د بهرنيو عواملو ترڅنګ مالي او جرمي بڼه هم لري او باید د عایداتي سرچینو او مخدرو موادو  رول په کې له یاده ونه اېستل شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته