-کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
دپنځه شپيتو مليونو افغانيو په لګښت دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې داوبو لګولو يوه پروژه پرانيستل شوه .
دپل علم ښاروال نصير احمد لعل زي دباختراژانس خبريال ته وويل : د پل علم داوبو لګولو شبکه دافغانستان ددولت دبودجې په لګښت دښار جوړولو وزارت له خوا په دووبرخو کې جوړيږي چې لومړۍ برخه يې ددريو ژورو څاګانو کيندل ، ديوه سترجنراتور او د اوبو دليږدونې ددوو سترو پمپونو درول دي او دويمه برخه يې داوبو د دوه سوه متره مکعب اوبو په ظرفيت ، ددوه سوه څلورو کيلومترو په اوږدوالي دنلونو غځول شامل دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې پروژې په بشپړيدو سره د پل علم ښار څه ناڅه اتيازره تنه اوسيدونکي له ښيګڼو څخه يې ګټه اخلي .
ديادونې وړ ده چې دغه پروژه به په يوکال کې بشپړه شي .
1 1 دقیقه لوستل