کابل / باختر/ د غويي دمياشتې ٢٧مه
د بغلان ولايت په ده صلاح، خوست اوفرنګ ولسواليو کې د سېلاوونو د راوتلو له امله د استوګنې ٢٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
دغو سېلاوونو چې د پنجشنبې په شپه راغلي، په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه کړې او په لسګونو څاروي يې مړه کړي دي.
د بغلان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئيس مجيب الرحمن بهين ويلي چې دغو سېلاوونو چا ته د سر زيان نه دى اړولى.
بهين وويل چې اړو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره لازم تدابير نيول شوي دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ