سیاست

سويډن تل دافغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده

کابل _ باختر دکب دوه ويشتمه :
ستر وزير هدايت امين ارسلا نن له غرمې مخکې دافغانستان اوپاکستان لپاره دسويډن له ځانګړي استازي پيترسيمنبي  سره په داسې حال کې چې ددغه هيواد لوى سفير اوهيئت هم حاضر و ، وکتل .
دستر وزير مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې ستر وزير دافغانستان دخلکو لرغوني اوښه دوست وباله اوزياته يې کړه چې سويډن تل دافغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده لکه څنګه چې په وروستۍ يوه لسيزه کې يې دبياجوړولو او دامنيت دتامينولو په لاره زموږ له هيوادسره مرسته کړې ده اوبايد دغه همکاري په راتلونکي کې هم دوام ومومي .
وروسته دافغانستان  او پاکستان لپاره دسويډن ځانګړي استازي له افغانستان سره د سويډن په ژمنوباندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې له ٢٠١٤ تر ٢٠٢٤ کال پورې هم ددغو مرستو لړۍ دوام ومومي .
دواړو لورو دافغانستان او سويډن  ترمنځ ددوستانه اړيکو دپراختيا ، عمومي سياسي حالت ، دافغانستان داقتصادي ودې او پراختيا ، دليږدونې دمسووليتونو دبهير ، دبدلون په دوره کې دافغانستان ددولت  دپاليسۍ ، دشفافو او عادلانه انتخاباتو ، دافغانستان دبشر دحقوقو دکميسيون دکميشنرانو دټاکنې او داداري پروګرامونو او دملي لومړيتوب  لرونکو پروګرامونو دتطبيق په لاره کې دتوکيو دژمنو په باب ټينګار او خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته