امنیت

د نوروز دجشن دنمانځنې په خاطر امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي

کابل-  باختر د کب اته ويشتمه :
دکورنيوچارو وزارت مقاماتو دنوروز په ورځو کې دسختو امنيتي تدبيرونو دنيولو خبرورکړ .
  دباختراژانس دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي نن دناټو او ايساف له ويندويانو سره په يوه ګډه خبري غونډه کې  دنوروز په ورځو کې دسختو امنيتي تدبيرونو دنيولو خبر ورکړ او وي ويل چې دهيواد دملي پوليسو ځواکونو دنوروز ورځو او نوى هجري لمريزکال  دپيل دامنيت دتامينولو لپاره ځانګړي تدبيرونه نيولي دي چې خلک وکولاي شي په ډاډ سره دنوى کال او دنوروز دجشن هرکلۍ وکړي .
  صديقي هغو امنيتي ګواښونو ته په اشارې سره چې دافغانستان له پولو څخه بهر هيواد ته متوجه دي وويل چې دافغانستان امنيتي ځواکونه اوس لوړ ظرفيت او ځواکمني  لري او کولاي شي  له هرراز امنيتي ګواښونو سره په مستقلانه ډول مقابله وکړي .
دغه راز ده  دافغانستان  له پولو څخه بهر دتروريستانودسمبالولو او روزنې په مرکزونو کې له تروريزم او ډار اچونې سره  دمبارزې په کار کې ديوې نړيوالې غونډې دجوړولو غوښتنه وکړه .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى څرګنده کړه چې د افغانستان دملي پوليسو ځواکونو لکه څنګه چې تل يې په ټولنه کې دامنيت دتامينولو او دقانون دنافذولو په لاره کې هلې ځلې کړي دي اوس هم چمتو دي چې دخلکو دسراومال دفاع وکړي او هغوى ته دنيکمرغه او سوکاله ژوندانه زمينه برابره کړي .
په همدې حال کې دناټو او ايساف ويندويانو دامنيت دتامينولو په کارکې  دهيواد له امنيتي ځواکونو سره په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو دګډو هڅو خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې دناټو او دايساف ځواکونه دافغانستان له امنيتي  ځواکونوسره په بشپړې همغږۍ کې له هر راز  امنيتي ګواښ سره مقابلې ته تيار دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته