امنیت

دهلمند په امنيتي پوستو په بريدونو کې ٢٦ تنه بهرني طالبان وژل شوي دي.

کابلباختردثور٣١
د هلمند د والي ويندوى وايي په سلګونو تنو پاکستاني ،چيچني اوعربي طالبانو نن سهار دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ په افغان سرحدي پوستو بريدونه وکړل.
د هلمندد والي ويندوى عمرځواک باختراژانس ته وويل: تراوسه پورې په دغو نښتو کې شپږ ويشت تنه پاکستاني ، عربي او چيچني طالبان وژل شوي دي او درې تنه يې ټپيان شوي دي .
ځواک په دغو نښتو کې دڅلورو تنو افغان پوځيانو شهادت تا ئيد کړ او وي ويل، په دې پيښه کې پنځه تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي.
ويل کيږي اوس په سلګونه کومکي ځواکونه سيمې ته استول شوي دي.
مقامات ادعا کوي چې دغو نښتو ته دپاکستان د استخباراتو له خوا سا زمان ورکړ شوى دى او ددغو نښتو له ا مله په لسګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي او ګاونډيو سيمو ته يې پناه وړې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته