روغتیا

افريقا ته په افغانستان کې توليد شوي طبي وسايل صادر شول

کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
افريقا ته په افغانستان کې دتوليد شويو وسايلو لومړنۍ انډې صادر شول
دغه وسايل  دهرات  دصنعتي ښارګوټي  ددرمل جوړولو په  يوه کارخانه کې توليد شوي دي  چې دعملياتو ډول ډول ميزونه ، دناروغانو  دخوب تختونه او نور طبي وسايل پکې شامل دي.
دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل : دغه تجارتي مالونه  په څلورو سترو باروړونکو موټرو کې  ځاى پرځاى شوي دي .
په افغانستان کې دجوړو شويو طبي وسايلو ارزښت  نوي زره امريکايي ډالره  اټکل شوى دى .
دهرات  دصنايعو دخونې رييس  حميد الله خادم وايي چې دهرات په صنعتي ښارګوټي کې  توليد شوي طبي وسايل  په نړيوالو معيارونو برابر دي .
هغه وويل: په لوړ کيفيت خو ټيټې بيې سره به  ددرمل جوړولو په کارخانه کې دطبي وسايلو په ګډون  په صنعتي ښارګوټي کې توليد شوي وسايل دنورو هېوادونو دتوليداتو په نسبت له دې وروسته به  په نړيوالو بازارونوکې دترلاسه کولو وړ وي .
  دهرات صنعتي ښارګوټي  لس کاله مخکې پرانستل شواو توليدات يې ورو ورو  دافغانستان  او نړۍ  بازارونو ته وړاندې شو .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته