فرهنګ

نورستان دتاريخ په اوږدو کې دعلمي اوڅيړنيزسيمينار کار پاى ته ورسيد

کابلباختر دسنبلي٢٠
نورستان دتاريخ په  اوږدو کې دعلمي اوڅيړنيز سيمينار کار چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په اهتمام پرون  جوړشوى و ، نن دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيد.
دباخترآژانس د خبريال د خبرله مخې :
دسيمينار ددويمې ورځې کار داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين او ددغه وزارت ديوشمير مسوولينو، په پارلمان کې دنورستان دخلکو دوکيلانو ، ددولتي ارګانونو دمسوولينو ، پوهانو ، څيړونکو اوديوشمير علمي او فرهنګي  شخصيتونوپه ګډون دوام وکړ .
دسيمينار نننۍ   عمومي غونډې درييس په توګه  دژورناليستانو دملي اتحاديې درييس عبدالحميدمبارز ، دمرستيال په توګه دعلومو اکاډمي دغړي شريف الله شريف  او دمنشي په توګه دسميع الله تازه له  انتخاب وروسته په کار پيل وکړ.
په دې  غونډه کې  دافغانستان دعلومو اکاډمي سلاکار سليمان لايق  دنورستان دتاريخي دورو ،. د ژبې دبډايني ، طبيعي منظرو او ددغه ولايت دخلکو دفرهنګ او زړورتيا په اړوند خبرې وکړې   او دمسوولينو پاملرنه يې  ددغه ولايت  آبادولو  او دطبيعي منظرو او دهغه ښکلو توريستي  ساحودپه پام کي نيولو په خاطر واړوله.
وروسته پوهاندرازقي نړيوال   دنورستان په ځينو  جغرافيايي نومو کې دګرام  او بګرام دکلمو ريشې  ترعنوان لاندې علمي او څيړنيزه مقاله ،  دسرڅيړونکې مرستيالې عاطفې نورستانۍ  ( دجايګاهي زن در ادبيات شفاهي نورستان  ) تر عنوان لاندې مقاله  ، دعلومو اکاډمۍ غړې څيړنپوه عبدالجبار عابدد ( دچګونګي مذهب درنورستان قديم ) ترعنوان لاندې مقالې ولوستلي .
دسيميناردويمي علمي غونډي درييس په توګه دسليمان لايق .، دمرستياليې په توګه دعلومو اکاډمۍ دغړې دڅيړنوالي نسرين اميني  اودمنشي په توګه دسيمع الله تازه له انتخاب وروسته کارته دوام ورکړ .؟
په دې غونډه کې دکابل پوهنتون استاد ډاکتر عزيزاحمد پنجشيري  د(نورستان وتاثيرات متقابل فرهنگي آن با مناطق همجوار )،  سميع الله  ( د نظام شورا وجرگه درنورستان قبل از اسلام ) ،  دعلومو اکاډمي غړي څيړنپوه  سکندر حسيني ( دنورستان کرنه ، دڅارويو ژوند او ځنګلونه  ) ،  دعلومواکاډمي غړي څيړنپوه شريف الله شريف  د ( بازتاب و لهجه ها  درفرهنگ عاميانه نورستان ) ، دعلومو اکاډمي غړي څيړنپوه  نصرالله زرمتي  د ( نورستان دتاريخ په بهيرکې ) او دعلومو اکاډمي غړي څيړنپوه کتاب خان فيضي  د ( نورستان باستان  وداشته هاي فرهنگي )  ترعنوان لاندې مقالي ولوستلي .
دسيمينار په بهيرکې دپوهانو اوبرخه والو ترمنځ هم آزادې خبرې وشوې .
دسيمينار له غرمي وروسته  علمي غونډې هم درييس په توګه دډاکتر عبدالکبير رنجبر ، دمرستيال په توګه دعلومو اکاډمي دغړي محمدنبي صلاحې  اومنشي په توګه دسميع الله تازه  له انتخاب وروسته  کار ته  دوام ورکړ اوپه دې غونډه کې هم  يوشمير پوهانو خپلې علمي او څيړنيزې مقالې ولوستلې .
دسيمينار دکار په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنگ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين دسيمينار کار وڅيړه او ګټور يې وباله .
ده دپوهانو ، څيړونکو اودسيمينار دنورو برخه والو دفعالې ونډې اخيستنې  له امله قدرداني وکړه او ويې ويل ،  چې دسيمينار مقالې اوعلمې موضوعګانې به  چاپ شي .
په پاى کې دسيمينار پريکړه ليک دسليمان سونرا له  خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې دسيمينار د جوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاملرنې له امله  قدردانې وکړه او ويل شوي دي  چې دنورستان ولايت په مرکز پارون کې  دې  ددغه ولايت  د بومي فرهنګ دساتنې په  خاطر  دا تنو ګرافي موزيم  جوړشي.
دغه راز په پريکړه ليک کي دنورستان ولايت پوهنې او لوړو زده کړو، دځنګلونو ساتنې ، دمواصلاتي لارو او واټونو  او ددغه ولايت  توريستي منظرو ته دپاملرنې يادونه شوې ده  او غوښتل شوي دي  چې دکابل ښار ځينې مهم واټونه دې دنورستان دنومياليو شخصيتونو په نامه ونومول شوي او دسيمينار مضمونونه دې چاپ شي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته