کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه
اته تنه کارګران پرون په بدخشان ولايت کې د واورې د ښويېدنې له امله ووژل شول .
د راغستان ولسوال مولوي غلام الله سعيد باختراژانس ته وويل: دغه کارګران چې د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ د زرنت اب په کلي کې دزرو مينځلو په يوه کارخانه کې په کار بوخت وو، د واورې ښويېدنې له امله ووژل شول .
په دې پيښه کې دوه تنه نور کارګران ټپيان شول .
د راغستان ولسوالۍ په زرنت اب کلي کې واورې ښويېدنې د څو کليو د برېښنا بهير هم بند کړى دى .
داپه داسې حال کې ده چې په بدخشان ولايت کې د واورې د سخت اورښت له امله د دغه ولايت د څوارلسو ولسواليو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل