امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
په فارياب ولايت کې  دجمهوري رياست دلومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دسپرلۍ په کاروان دوسله والو طالبانو  ډله ئيز بريد ناکام کړى شو .
  په دې پيښه کې نهه تنه يرغلګر  ووژل شول او څو تنه نور يې  ټپيان شول .
دجنرال دوستم دسپرلۍ په کاروان  ټيک  دغورماچ  له ولسوالۍ څخه  دستنيدو په وخت کې بريد وشو .
  دجمهور رييس مرستيال  دتروريزم پرخلاف  دجګړې  درهبرۍ لپاره دغورماچ ولسوالۍ ته تللى  و .
په فارياب ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې  دجمهوري رياست لومړى مرستيال او ملګروته يې  زيان نه دى اوښتى .
ده وويل  چې په دې پيښه کې نهه تنه يرغلګر وژل شوي او څوتنه نور ټپيان شوي دي .
دجمهوري رياست  دلومړى مرستيال دوسله والو طالبانو دغه ناکام بريد ټيک  يوه ورځ له هغه وروسته  کيږي چې ده يوځل بيا دپاکستان داستخباراتوپه  سازمان  اي اس اي په افغانستان کې  دخلکو او دولت پرخلاف  دجګړې درهبري  تور ولګاوه .
جنرال دوستم چې  دفارياب په جګړو کې دپاکستان داستخباراتو دسازمان  ديو جنرال  دوژل کيدو خبر خبريالانو ته  ورکاوه  ،  خبر دارى ورکړ چې دافغانستان په شمال کې  د اي اس اي جنرالان به  په ګونډو کړي او وځپي .
دافغانستان په شمال کې دتروريستي ډلو  دشتون او فعاليت له زياتوالي وروسته  دجمهوري رياست  لومړى مرستيال جنرال دوستم  دفارياب ولايت ته سفر وکړ . او ددغو تروريستي ډلو پرخلاف دپوځي عملياتو رهبري يې  په غاړه واخسته .
ددغو عملياتو په بهير کې دهيواد په شمال په تيره بيا  په فارياب ولايت کې  طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت . او دفارياب ولايت دالمار او قيصار دولسواليو زياتې ساحې ددغو تروريستي ډلو له شتون څخه  پاکې شوې .
په اوس وخت کې يوازې  دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ دتروريستي ډلو  دشتون او فعاليت ډګر دى .
  جنرال دوستم  دوه ورځې مخکې  دغې ولسوالۍ ته  په سفر سره  دتروريزم پرخلاف عمليات  پراخ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته