امنیت

د استوګنې په يوه کور کې د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول

 کابل باختر دسلواغې ٢٦ نيټه :
د سمنګانو ولايت په ايبکو ښارکې  نن  له غرمې مخکې  د يوه ماين د چاودنې له امله  ديوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول.
د سمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛  د ايبکو ښار د ميرکلال کلي داستوګنې په يوه کورکې د يو ځاى پرځاى کړى شوي ماين د چاودنې له امله د يوه  اووه کلن ماشوم په ګډون  دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نورټپيان شول.
ده دغه پيښه دکورني تاوتريخوالي زيږنده وبلله  او زياته يې کړه چې، پوليسو د دغې پيښې په  اړوند درې تنه  نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته