ورزش

د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د اماراتو ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٠ :
د هېواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د اماراتو د کرکټ ملي ټيم ته هم ماتې ورکړه .
دکرکټ بورد ويندوى قدير هوتک د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې سيالۍ کې چې تېر ماښام د آسيا د غوره جام د سياليو په دوام په کويټ کې ترسره شوې؛ لومړۍ لوبه د افغانستان ټيم پيل کړه او په پنځوسو آورونوکې يې ٣٩٠ منډې  د عربي متحده اماراتو ټيم ته هدف وټاکه چې سيال ټيم دغه هدف پوره نه کړ او افغانستان ګټوونکى شو.
د آسيا د غوره جام سيالۍ د شپږو هېوادونو د ټيمونو ترمنځ په کويټ کې پيل شوې دي چې د هېواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم په لومړۍ لوبه کې د ماليزيا ټيم ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم دريمه لوبه سبا د سعودي عربستان له ټيم سره ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته