کابلباختر دغبرګولي ٢٢ مـــــــــــــــه
د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د امنيتي ځوا کو نو په ګډ و عملياتو کې اته تنه طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
دفراه ولايت مرستيال محمد يونس رسو لى باختر ا ژانس ته وويل: دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه د ګلستان ولسوالۍ د نا امنو سيمو دپاکولو په مقصد له څلورو ورځو را په ديخوا د ملي پوليسو ، ار دو او ملي امنيت دځواکونو له خوا پيل شوي دي چې له امله يې تراوسه پورې اته تنه طالبان وژل شوي اولس تنه نور ټپيان شوي دي .
د والى د مرستيال دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتو کې چې دغه راز دوام لري يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات هم د امنيتي ځوا کو نو لاس ته ورغلي دي .