امنیت

درې تنه ډار اچوونکي په کونړ کې ونيول شول .

-کابل باختر د وري  اتمه :
دطالبانو د ډلې درې تنه ډار اچوونکي  په کونړ ولايت کې  دځانګړو پوځي عملياتو په  بهير کې ونيول شول .
دغه ډار اچوونکي تيره شپه په مرورې  ولسوالۍ کې  ددوى په مرکز کې ونيول شول .
  دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان  باختراژانس ته وويل  چې دوسله والو طالبانو په يومرکز عمليات ترسره شو  او درې تنه ډار اچوونکي ونيول شول 
ده وويل ډار اچوونکي ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و  چې پرې بريد وشو او ونيول شول .
  له نيول شويو کسانو څخه يوهاندازه وسلې  هم ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په کونړ ولايت کې  ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
پوځيانو نن سهار  دکونړ ولايت  له ګڼ ميشتو لارو څخه اووه ماينونه کشف او شنډ کړل .
طالبان په افغانستان کې زياتره  په ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو اوبمونوپه ښخولو لاس پورې کوي چې ملکي وګړي قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته