امنیت

۷۶ تنه وسله وال ترهګر د هيواد په بيلابيلو سيمو کې له منځه وړل شوي دي

کابل باختر دغويي دمياشتې ٧ مه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په  ګډو تعرضې او تهاجمي عملياتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول، د ۳۰ تنو داعشيانو په ګډون ۷۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۳ تنه ټپيان او د ۵ تنو داعشيانو په ګډون ۶ تنه نور نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : دغه  ګډ عميات  چې د پلو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوايي قوتونو  په ملاتړد ننګرهار، کاپيسا، پکتيکا ، غزنی، لوګر ،ميدان وردګ، کندهار، ارزګان ، زابل، هرات، زابل، فراه ،بادغيس ، بلخ،بدخشان ، کندز، سرپل ، بغلان ، تخار او هلمند په ولايتونو کې تر سره شول په ترڅ کې يې دننګرهار ولايت د اچين په ولسوالۍ کې ۳۰ تنه داعشيان وژل شوي او ۵ تنه يې نيول شوي دي ،  د دښمن ۴ پټنځايونه او مرکزونه  له منځه وړل شوي او يو شمير وسلی او نور جنګی وسايل په عملياتو کې د شاملوځواکونو لاسته ورغلی دی ، د روزګان ولايت د ترينکوټ ښار په اړوند سيمه کې د طالبانو ۳۸ تنه وژل شوي، ۵ تنه يې  ټپيان شوي  او د دوی ۱۴ موټر سايکلونه او ۶ موټرونه  د وسلو او نورو جنګي تجهيزاتو سره  يو ځاى له منځه  وړل شوي دي  .
   په هغوجلا جلا عملياتو کې چې د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ ، د غزنی ولايت قره باغ  او آبند ولسواليو او او د پکتيکا ولايت د برملې په ولسوالۍکې تر سره شول ، ۶ تنه ترهګر  ووژل شول  ، ۸  تنه ټپيان او يو تن بل  يې نيول شوى دى.
دغه راز په هغوعملياتو کې چې د کندز ولايت د مرکز اړوند د آلچين او پنجشيريانو په سيمو او د تخار ولايت د در قد او خواجه بهاوالدين په ولسواليو او د هلمند ولايت د نهر سراج په ولسواليو کې تر سره شول ۲ تنه جګړه ماران پکې وژل شوي دي او د دوی زياتې وسلې او جنګی نقليه واسطي له  منځه وړل  شوي دي .
په دغوعملياتو کې ۴۰ ډول ډول ماينونه  هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.
ملي اردو  د هيواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنيت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي.ملي اردو د تروريستانو دځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته