ټولنه

په پروان کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

کابل  باختر د لړم  ۱۴
په پروان ولایت کې پرون د یوه ښوونځي  ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه ودانۍد جبل السراج ولسوالۍ دعشق اباد د هلکانو په ښوونځي پورې اړوند  د جنوبي کوریا په مرسته د څه د پاسه دوه سوه زره امریکایی ډالرو په  لګښت په اساسي او پاخه ډول په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده چې پکې اته درسي خونې، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات شامل دي .
د پروان والي فضل الدین عیار  ددغه ښوونځي د پرانیستلو په وقت کې ، د یوې تولنې پراختیا  په امنیت ، روزنې او پالنې پورې اړوند وبلله او له ټولو څځه یی وغوښتل چې په مسوولیت سره هڅه وکړي چې په ټولنه کې مثبت او ښه بدلونونه رامنځته شي .
د پروان د پوهنې ریس عبدالظهور حکیم وویل چې د پروان د پوهنې ریاست د سمسورتیا په لور ګام اخیستی دی  او هلې ځلې دوام لري تر څو  د زده کوونکو د علمي کچه د روزنیزو پروګرامونو په تر سره کولو سره لوړه شي .
د عشق اباد د هلکانو د لیسې امر همایون جاهد له مسولانو څخه وغوښتل چې د ښوونځي د انګړ د دیوال ،د لابراتوار ، کمپيوتر  د خونو د وسایلو ، د څښاک د اوبو په برابرولو او د تشکیل په لوړوالو کې پاملرنه وکړي .سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته