فرهنګ

عبدالمنان شيواى شرق: د کتاب نړيوال نندارتون جوړېږي

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين نن د افغانستان د خپروونکو اتحاديې له غړو سره غونډه وکړه.
په غونډه کې د کتاب د نړيوال نندارتون د جوړولو، د خپروونکو د مالياتي ستونزې د لرې کولو، د کاپي رايټ قانون د ملاتړ او د خپروونکو لپاره د مشخص ځاى د ټاکنې په اړوند خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق وويل چې د نوروز جشن په مناسبت د کتاب نړيوال نندارتون په کابل کې جوړېږي.
هغه زياته کړه چې يو کمېسيون په ښه توګه د دغه نندارتون د جوړولو په خاطر کار کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين دغه راز وويل چې د څېړونکو د ماليې د کمښت په خاطر، له ماليې وزارت سره خبرې کوي چې د خپروونکو مالياتي ستونزه حل شي.
د افغانستان د خپروونکو اتحاديې رييس سېداحمد سعيد، په افغانستان کې د کاپي رايټ قانون نه تطبيق د کتاب په چاپولو او خپرولو کې اساسي ستونزه وبلله او په دې برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
شيواى شرق د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل چې د کورنيو چارو وزارت په مرسته به، د کاپي رايټ قانون سرغړونکي عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپېژندل شي.
هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې د افغانستان د خپروونکو لپاره د يوه مشخص ځاى د ټاکنې لپاره، له کابل ښاروالۍ سره مشوره کوي چې په دې برخه کې اسانتيا رامنځته شي.
ختم- عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته