امنیت

پروان کې د طالبانو بريد له ماتې سره مخ شو

کابل / د زمري ١١ مه / باختر
د وسله والو طالبانو بريد تېره شپه په شينوارو ولسوالۍ کې له ماتې سره مخ شو او وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف ارزګاني باختراژانس ته وويل؛ وسله والو طالبانو د شپې له تيارې څخه په استفادې سره د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړل چې د پوځيانو له مقاومت سره مخ شول.
هغه وويل: په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو څلور سرګروپان او يو شمېر زيات طالبان چې دقيق شمېريې تراوسه معلوم نه دي ووژل شول.
هغه زياته کړه په دې پېښه کې د پوليسو او ولسي پاڅون ٦ تنه شهيدان او ٤ نور ټپيان شول.
\ س

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته