امنیت

دپوليسو يو افسر شهيد کړاى شو

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢١ :
په هلمندولايت کې د وسله والو کسانو په بريدکې دپوليسو يو افسر شهيد کړاى شو.
دغه پيښه پرون مازيګر دلښکرګاه ښار په مربوطاتوکې د امان چوک په ساحه کې وشوه .
دهلمندولايت دامنيې قوماندانۍ دهمغږي مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک باختراژانس ته وويل: دپوليسو يو افسر ملاجان محمد دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دلښکرګاه ښار په مربوطاتوکې  په ډزوسره شهيد کړاى شو.
دده دڅرگندونوله مخې: ملاجان محمد دهلمندولايت په واشيرو ولسوالۍ کې دپوليسو دافسر په توګه دنده ترسره کوله.
هوتک وويل: تراوسه پورې ددغه افسر دشهادت علت معلوم نه دى .
خبرځاى زياته کړه: تراوسه پورې  د پيښې په اړوندڅوک نه دې نيول شوې، خو څيړنې پيل شوې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته