ټولنه

ديوه ستر پله دبنسټ د ډبرې ايښودل له سرپل ښار سره دپنځو ولسواليو دپيوستون لپاره هڅه او هاند .

سرپل  باختر د تلې اوومه :
په سرپل ولايت کې ديوه سترپله دبنسټ ډبره کيښودل شوه .
دغه پل چې دليږدونکو وسايطو دتګ راتګ  ظرفيت هم لري  دسرپل ولايت پنځه ولسوالۍ ددغه ولايت له مرکز سره نښلوي .
ددغه پله په جوړولو به نهه مليونه  افغانۍ ولګيږي چې دهندوستان هېواد له خوا ورکول کيږي
دسرپل  والي محمد ظاهر وحدت  وايي چې ددغه پله په جوړيدو سره ددغه ولايت ولسواليو او ښار ته  تګ  راتګ اسانه کيږي .
   ده دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ددغه پله په جوړيدو سره به دمسافرانو دتګ راتګ تر څنګ په خپل وخت بازارونو ته دکرنيزو محصولاتو او دناروغانوپه ليږدونه کې اسانتياوې برابرې شي .    ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته