امنیت

وسله والو طالبانو په لوګر کې په لسګونوښوونځي تړلي دي .

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: دوسله والو طالبانو له خوا دهېواد په بېلابېلو سيمو کې په لسګونو ښوونځي تړل شوي دي . دلوګر ولايت دپوهنې رييس په دې اړوند وايي چې يواځې دلوګر ولايت په مرکز پل علم کې کابو شپيته روزنيز تاسيسات تړل شوي دي . دبهرنيو رسنيو په يوه رپوټ کې ويل شوي دي چې څلويښت نور ښوونځي دمحمود اقا په سيمه کې چې دطالبانو ترکنترول لاندې ده تړل شوي دي چې په دې ترتيب په لوګر ولايت کې کابو شپيته زره تنه زد ه کوونکي نه شي کولاى چې ښوونځيو ته لاړ شي . وسله والو طالبانو ښوونکو ته ګواښ کړى دى چې په خپلو کورونوکې پاتې شي . دنړيوالې ټولنې داطلاعاتو له مخې دهېواد په ګوټ ګوټ کې له اووه کلنى څخه تر اوولس کلنې پورې کابو درې اعشاريه اووه مليونه تنه ماشومان نه شي کولاى چې ښوونځيو ته لاړ شي . دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې ١٢٣ ښوونځي له لسو کلونوراپديخوا تړلي دي . شپيته زره تنه زده کوونکي په دغه ولايت کې دښوونځيو دتړل کيدو له امله زيانمن دي . دمې له مياشتې راپديخوا وسله والو طالبانو دافغانستان دشمال په ولايت تخارکې هم کابو ديرش روزنيز مرکزونه تړلي دي اوښوونځيو ته ديوولسو زرو تنو زده کوونکو دورتګ مخه نيولې ده . دپوهنې وزارت دمقاماتو دڅرګندونوله مخې وسله والو طالبانو په لوګر کې دښوونځيو په تړلو سره دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا دپوځي عملياتو دکمښت غوښتنه کړې ده . وسله والو طالبانو له ښوونکو څخه غوښتي دي که چيرې غواړي ښوونځي ونه تړل شي بايد په طالبانو پوځي عمليات بندشي . که څه هم دلسګونوښوونځيو تړل او له زده کړې څخه دزرګونو تنو زده کوونکو بې برخې کول يو وحشتناک تروريستي عمل دى خو له بله پلوه دطالبانو دغه حرکت دهغوى د بېوسۍ څرګندوى دى . دښوونځيو تړل يواځې دطالبانو په ګواښونو نه خلاصه کېږي له ديارلسو ورځو راپديخوا دفارياب ، سرپل او جوزجان په ولايتونوکې ټولو ښوونځي د يوه سيمه ئيز قوماندان په ملاتړ دحکومتي ضد مظاهرو په دليل تړل شوي دي او دا په داسې حال کې ده چې دهېواد دسړو سيمو په ښوونځيو کې دزده کوونکو څلور نيم مياشتنۍ ازموينې دوام لري او دښوونځيو تړل کيدل کولاى شي په هېواد کې دښوونې او روزنې بهير ته زيان ورسوي . په هېواد کې دپوهنې په حال لنډه کتنه ښيي چې له بد ه مرغه دهېواد په ځينو سيمو کې له پوهنې سره سليقوي اوسياسي چلند کېږي . په داسې حال کې چې دپوهنې مسوولان ټينګار کوي چې په هېواد کې پوهنه بايد سياسي نه شي بلکې بايد ديوه بې طرف بنسټ په توګه دملاتړ وړوګرځي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته