نړۍ

پاکستان د ايران يوه بې پيلوټه الوتکه را وغورځوله

 د امريکا غږ  باختر دچنګاښ دمياشتې  ١:
پاکستاني مقامات وايي چې د دغه هېواد د هوايي قواوو جټ الوتکو د ايران يوه بې پيلوټه الوتکه غورځولې ده.
د دوى د څرګندونوله مخې: دغه (درون) ډوله بې پيلوټه الوتکه له زياتې مودې را پديخوا د پاکستان فضايي حريم  ته ننوتې وه.
پاکستاني رسنيو د ځينو مقاماتوله خولې چې نوم يې نه دى په ډاګه شوى، خبر ورکړ چې دغه الوتکه د روانې اوونۍ په پيل کې د پنجګور په سيمه کې غورځول شوې ده.
د مې په مياشت کې د ايران د وسله والو قواوو لوى درستيز خبردارى ورکړى و: که اسلام آباد د هغو افراطي ډلوپرخلاف چې د سرحد په اوږدوکې خپل فعاليتونه ترسره کوي، مبارزه و نه کړي؛ نو تهران به د پاکستان په خاوره کې د دغو وسله والو ډلو په مرکزونو بريدونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته