ټولنه

له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
په سمنګانو ولايت کې پرون له يوسلو يو پنځوسو بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي او لګښتي توکو مرسته وشوه .
دسمنګانو ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس عبدالغفور باختر آژانس ته وويل : دغه مرستې دنړۍ دخوړو دسازمان او دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ له خوا له يوسلو يو پنځوسو کورنيوسره چې له ولسواليو څخه دنا امنيو له امله دايبکو په ښارکې ځاى پرځاى شوي دي وويشل شوې .
خبرځاى زياته کړه په خوراکي توکو کې اووه نيم ټنه اوړه ، ٣٥٧ کيلو غوړي څلور سوه دوه کيلو مالګه شته چې دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا برابر شوي و او په غير خوراکي توکو کې شړى ،پلاستيکي ترپالونه ،صابون ،دپخلنځي سيټونه او ښځينه جامې شته چې دملګرو ملتو سازمان د کميشنرۍ له خوا په دغو کورنيو وويشل شوې .
ديادونې وړ ده چې دغه توکي دکوز دره صوف دولسوالۍ اودايبکو ښار دکيخونک کليو په اوسيدونکو وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته