ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر دلړم  نولسمه :
د ملکي هوايي چلند انستيتوت د رياست خبرتيا
د ملکي هوايي چلند د انستيتوت رياست د هوايي چلند د کدرونو د روزنې لپاره د١٣٩٨تعليمي کال د يوې دوه کلنې دورې لپاره محصل مني.
د هېواد د مرکز او ولايتونو مينه وال کولاى شي د نوي تعليمي کال په ځانګړې آزموينه کې د ګډون په مقصد د نوم ليکنې او د شموليت کارت د اخېستلو لپاره د روان کال د مرغومي د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې د سهار له نهو بجو څخه له غرمې وروسته تر درېيو بجو پورې له دوو عکسونو، د تابعيت له تذکرې او د دولسم ټولګي د فراغت له سند سره د ملکي هوايي چلند انستيتوت د آزموينو د اخېستلو کميټې ته دې ورشي.
د آزموينې په بهيرکې د شموليت په مقصد د انګليسي ژبې د مقدماتي آزموينې اخېستل شرط دى.
د مينه والو عمر له ۱۸ کلونو څخه تر  تر۲۴ کلونو پورې وي؛ له انګليسي ژبې سره تر) Level 3 ( پورې بلدتيا ولري؛ له بشپړې روغتياڅخه برخمن وي او د درې کلنو نمرو اوسط يې په سلوکې له ۷۵ څخه لوړ وي .
د کانکور آزموينې وخت او ځاى د شموليت په کارت کې ليکل شوي دي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته