روغتیا

په هېواد کې د کروناويروس ٣٠ نوې پېښې ثبت شوې

کابل /دوږي ٣١مه / باختر: د عامې روغتيا وزارت نن په هېواد کې د کروناويروس د دويم پړاو د خبردارى په دوام، په تېرو ٢٤ ساعتو کې په دغه ويروس د٣٠ نويو ناروغانو د اخته کېدو او د دې ناروغۍ له امله د درېيو کسانو د مړينې خبر ورکړ. د باختر آژانس خبريال دخبر له مخې؛ د کرونا ويروس د ٣٠ نويو مثبتو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ويروس د اخته کسانو ټول شمېر ٣٩ زرو٧٤ ته ورسېد. دغه راز په ياده موده کې ددرېيو تنو په مړينه سره، د کروناويروس د قربانيانو شمېر ١٤٤٤ او د روغ شويوکسانو شمېر هم٣٢ زره ٥٧٨ ته رسېدلى دى. ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته