سیاست

د ننګرهار د والی سره د امریکا د سفیر جیمزبی کنینګهم لیدنه

کابل باختر دسلواغې ٢٦ مه
د ننکرهار والی ګل اغا شیرزی وویل چی  د امریکا سفیرموږ ته هغه معلومات وړاندی کړل چی پدی ورستیو کی جمهورورييسانو اوباما او کرزی په واشنګټن کی سره غونده کړی وه چی زه تری منندوی یم ،او څرنګه چی تاسو پوهیږی د امریکا حکومت او ناتو او نورهیوادونه خپلی قواووی له افغانستان څخه باسی نو موږ هم پخپل وار سره د ننګرهار او بلکی د مشرقی زون د هغو ستونزو  په اړه خپل نظریات او پشنهادونه شریک کړل چی د ننکرهار د ولسونو په استازيتوب فریدون مومند ،د سولی شورای ریس حاجی ملک نظیر ،د ننګرهار د ولایتی شورای غړو ،د ننګرهارمستوفی ،او نورو مشرانو د ننګرهار په اړه خپل پشنهادونه وړاندی کړل  ما هم په خپل وار ځینی وړاندیزونه د امنیت ، د ښی حکومتداری ،اقتصادی پیاوړتیا او د نورو زیربینایی پروژو د ورکړی غوښتنه وکړه ،چی د امریکا سفیر موږ ته ډاډ راکړو چی موږ به هیڅکله افغانان یوازی پرینږدو او موږ به له  افغانستان سره خپلو هراړهیزو مرستو ته دوام ورکړو 
شیرزی په خپلو خبرو کی زیاته کړه په پارلمان کی د ننکرهار استازو ،د ننګرهار ولایتی شورای غړو او موږ ټولو وړانديز وکړ چی باید د امریکا د سفارت قونسلګری دی په ننګرهار کی جوړه شی چې د همدی قونسلګری له لاری له موږ سره مرستی وشی

 

د امریکا سفیر جیمز بی کنینګهم  د وینا مکمل جزیات
په دي  ورستیو کی جمهوروريئسانو اوباما او کرزی په واشنګټن کی غونده وکړه ترڅو د راتلونکی لپاره خپل ګډ لید څرګند کړی دی غوندی په راتلونکو میاشتو او کلونو کی زموږ د ګد مشارکت لپاره لاره اواره کړه ،نن ما له ښاغلی والی سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د مشارکت په ډیر شمیر موضوعاتو خبری وکړی چی پکی هغه لاری هم شاملی وی چی په راتلونکی کی به زموږ د همکاریو په دوام کی مرسته کوی  د واشنګتن له غوندی وروسته جمهوررييس کرزی په جورج ټاون پوهنتون کی د خپلی وینا په ترڅ کی وویل پداسی حال کی چی افغانستان له دیرشمیر ننګونو سره مخ دی دا هیواد په عین وخت کی د پرمختګ لړی جاری ساتلی چی دا لړی به هیڅکله ونه دریږی افغانستان دیر پر مختګ کړي دي چی بیرته یی څوک په شا وړلای نه شی افغانان پدی تولو لاسته راوړنو ویاړی د تیری لسزی په لړ کی رونیزو فرصتونو په پراخه کچه زیاتوالی موندلی دی په ۲۰۰۲کال افغانستان یوازی ښوونځی یو ملیون  زده کونکی لرل چی نږدی تول یی هلکان وو نن اته عشاریه څلور ملیونه زده کونکی د هیواد په ښونځیو کی زده کړی کوی چی پکی له دریو ملیونو څخه زیات نجونی د ی دیر شمیر پوهنتونونه د هیواد په کچه فعالیت کوی دلته په جلال اباد کی د امریکی متحده ایلات له ننګرهار پوهنتون سره مرسته کوی ترڅو خپل روزنیز نصاب ته وده ورکړی او زده کونکو ته لاښی زده کړی برابری کړی
د امریکا سفیر  همداراز اشاره وکړه چی په  ۲۰۰۲کال کی یو دولتی تلویزیون وو نن افغانستان فعالی او ازادی رسنی لری چی په کی ۷۵تلویزیونونه اوله  ۱۷۵څخه زیات رادیوګانی فعالیت کوی ،د افغانستان اقتصاد په منځنی کچه په کال کی لپه سلو کې لس زیاتوالی موندلی او موږ ژمن یو چی په افغانستان کی د اصلاحاتو ملاتړ وکړو چې دا هیواد په ځان بسیا شی او دوامداره پرمختګ ته ورسیږی ،همدارنګه روغیتایی خدمتونه په پراخه کچه زیات شوی دي چی په دې  څوک سترګی نشی پتولی ،همدارنګه ما له ښاغلی شیرزی سره د ۲۰۱۴کال د جمهوري رياست دانتخاباتو په اهمیت هم خبری وکړی او ما ښاغلی شیرزی ته ډاډ ورکړد امریکا متحده ایالات  به د ازادو او عادلانه  انتخاباتو  په ترسره کیدو کی له افغانستان سره د هیڅ دول مرستو ډډه  ونه کړی  موږ دانتخاباتو له ڼولو همکارو ادارو ،حکومت ،مخالفو دلو ،مدنی تولنو ،څخه غواړو چی ترڅو د افغانانو د منافعو لپاره په ګده کار وکړی  داسی یوه پایله باید رامنځ ته شی چی په پراخه کچه د افغانانو لپاره د منلووړوی  دا مهمه نه ده چی هغوی چاته رایه ورکوی  بلکې د هغوی رایه د افغانستان د راتلونکی لپاره اهمیت لری 
د یادونی ده چی د امریکی متحده ایالاتو تر اوسه په ننګرهار کی ۵۳۵ملیونه دالره لګولي دي 
له  شیرزی څخه پوښتنه وشوه چی ویل کیږی تاسو غواړی چی  دجمهوري رياست په راتلونکو  انتخاباتو کی  ځان کاندیدوی
شیرزی زیاته کړه چی زه پد ی اړه له  مشرانو سره په سلا مشورو لګیا یم که هغوی ماته خوښه راکړه نو هو
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته