ورزش

جمهوررئیس غني: کرکټ په ټول افغانستان پورې تړاو لري

کابل/ د وږي ۱۵مه/ باختر
 دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د شپږیزې اووم پړاو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل ښار د کرکټ بین المللي سټډیوم کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه
. په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، د مشرانو جرګې رئیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس او یو شمېر نورو لوړ پوړو مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د کرکټ بورډ لوی رئیس فرهان یوسفزي کرکټ څخه د جمهوررئیس د همېشني ملاتړ مننه وکړه وې ویل، تاسې د هیواد په تاریخ کې لومړنی جمهوررئیس یاست چې ځوانانو ته مو په سیاست کې لویه برخه او لومړیتوب ورکړ. هغه زیاته کړه، په راتلونکي کې به په کرکټ بورډ کې لازیات اصلاحات راشي. وروسته د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس محمد اسماعیل میاخېل وویل، فوټبال او نور ټول ورزشونه زموږ د یووالي او خوښۍ لپاره پلمې دي. ورزش د خلکو د وصل او د یوه بل منلو او اتحاد نقطه ده. هغه زیاته کړه، تېر کال مو د سپورټي چارو د غوره پوښښ په موخه د ملي راډیو تلویزون سپورت کانال پرانیست او سږ کال د شپږیزې لیګ د دویم ځل لپاره په ژوندۍ بڼه خپروو چې زموږ لپاره یوه نوې تجربه ده. اسماعیل میاخېل وویل، دا مهال ملي راډیو تلویزیون د یو مثبت بدلون پر لور ګام اخیستی او تاسې به ژر په دغه بنسټ کې د بدلون شاهدان واوسئ. وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو خبرو کې وویل، کرونا، طالب، پنجاب، تروریزم او نورې ټولې توطیې موږ نشي ماتولای، د دښمن موخه د جګړې راوستل او زموږ بدبختي ده، خو په دغو پرتمینو مراسمو کې زموږ ګډون دغه پیغام رسوي چې موږ خلکو ته خوښي او کرکټ راولو. هغه د پروان سېلابونو ته په اشارې وویل، سېلاب ځپلو ته د مرستې لومړۍ جوپه له جنوبي ولایتونو څخه راورسېده. موږ یو ولس او یو ملت یوو او کرکټ زموږ د ملت د یووالي د پیاوړتیا په برخه کې لوړ رول لري، کرکټ افغانستان شموله دی او د دغې ورزشي رشتې اتلان باید وهڅوو. امرالله صالح دېته په اشارې چې څو ورځې وروسته به د فوټبال لیګ سیالۍ ترسره شي وویل، د کرونا، سېلابونو او نورو ټولو بحرانونو باوجود یو شی چې دغه ملت نشي ماتولای، هغه زموږ پیاوړی هوډ دی چې دا وطن به مخته ځي او شاتګ به نه کوي. ورپسې جمهوررئیس غني د خپلې وینا پرمهال د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سره د لیدنې په موخه وروستي سفر ته په اشارې وویل، کرکټ له ټول افغانستان پورې تړاو لري او دا د افغانانو لپاره د عزت او لوی ویاړ لوبه ده. جمهوررئیس د کرکټ لوبغاړو ته په اشارې وویل، تاسو په ملي او بین المللي لوبغالو کې د جمهوریت لوی بیرغ په ویاړ او عزت رپولی. کله چې غم راځي، تاسو خوښي راوړئ او د ټیمي کار وړتیا مو ښودلې او د افغانستان د ملي یووالي استازي او سفیران یاست. جمهوررئیس غني وویل، تاسو نړیوالو ته ثابته کړه، چې افغانان د تېر بندیان نه دي، د راتلونکي لپاره پلان لري او موخه ټاکلی شي. هغه زیاته کړه، تاسو یو ټیم نه یاست، بلکې د افغانستان د راتلونکي او هر افغان داستان یاست او ځوانانو ته مو د راتلونکي هیله ورکړه او غواړو چې د کرکټ تاریخ بریالۍ تجربه تکرار کړي. جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان څوک نشي وېشلی، په افغانستان کې زه او ته نشته، موږ یوو او زموږ ملي اراده هیڅوک تر پښو نشي لاندې کولای. د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د کرکټ لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د ښاري پراختیا عالي شورا راتلونکې غونډه کې به د نوي سټډیوم جوړولو لپاره مشخص ځای وټاکل شي او د افغانستان د کرکټ د همېشني ملاتړ له امله یې د خصوصي سکتور مننه وکړه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته