امنیت

خلک د نا امنيو له ا مله شکايت لري

٢٠-کابلباخترد زمري ٢٢

دفيض ا باد ښار دشپږ مي نا حيې او سيدونکى د نا امنيو له پلوه شکايت لري

دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې : يو شمير دغو او سيدونکو نن ددغې موضوع پر خلاف داعتراض په تو ګه دبد خشان ولايت په انګړ کې يوه غونډه جوړه کړه او په هغې کې ددغه ښاردشپږ مي نا حيې دپرمختيايي شورا رئيس قاري سراج الدين ددغې موضوع په باب دخبرو په ترڅ کې د بدخشان والى شاه ولى الله اديب ته وويل چې يوې مياشتې را په دى خوا ددغې نا حيې اووه تنه او سيدونکى د ناپيژندل شويو وسله والو کسا نو له خوا وژل شوي اود معلوما تو له مخې، څو تنه يې دپو ليسو له خوا نيول شوي دي

ده د بدخشان له والى څخه وغوښتل چې د نورو وژونکو او مجرمينو په نيولو کې جدى اقدام و کړى هغوى ونيسي او سزا ورته ورکړي

دغه راز دوو تنو برخه والو هم په اړوندو سيمو کې د نا امنيو د عواملو په باب خبري و کړې اود پو ليسو دکړنو له ا مله يې نا خوښى څرګنده کړه او ددغه شان ترورستانو په وړاندى يې دپوليسو د جدى اقدام غوښتنه و کړه

 په پاى کې د بدخشان والى له هغوى سره ژمنه وکړه چې په اړوندو سيمو کې د زيا تو  امنيتي پوستو په جوړولو اقدام کوى او ستونزې يې حل کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته